نن سهار د نهو بجو په شاوخوا كې د كندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالۍ اړوند د رباط کلي د موټرو په تم ځاى كې بمي چاودنه شوې، چي له امله يې۱۳ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن سهار د نهو بجو په شاوخوا كې د كندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالۍ اړوند د رباط کلي د موټرو په تم ځاى كې بمي چاودنه شوې، چي له امله يې۱۳ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سپين بولدك ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارمن سطان محمد كليد ته وويل، چې چاودنه هغه وخت د ملكي وګړو په منځ كې وشوه، چې په يوه موټرسايكل كې چاودېدونكو توکو ته د ريموټ كنټرول په واسطه چاودنه وركول شوه.
نوموړي زياته كړه، چي له امله يې دوه تنه عام وګړي مړه او۱۱تنه، چي يوه ښځه هم په كې شامله ده ټپيان شول.
د پېښې په اړه لا وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د كندهار ښار اړوند په عينو مېني کې د موټرسايكل په واسطه چاودنه شوې وه او دوه تنه ملكي وګړي يې ژوبل كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


