ads

اکثره افغانان له مخالفانو سره سوله غواړي

د ایشیا فونډیشن نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان اکثره خلک د افغان حکومت له لوري له مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو له پروسې ملاتړ کوي. په دې ترسره شوې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۸۳ پوښتل شوي   د ایشیا فونډیشن نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان اکثره خلک د افغان […]

نویسنده: The Killid Group
22 لړم 1389

د ایشیا فونډیشن نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان اکثره خلک د افغان حکومت له لوري له مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو له پروسې ملاتړ کوي. په دې ترسره شوې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۸۳ پوښتل شوي

 

د ایشیا فونډیشن نظرپوښتنه ښيي چې د افغانستان اکثره خلک د افغان حکومت له لوري له مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو له پروسې ملاتړ کوي.

په دې ترسره شوې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په سلو کې ۸۳ پوښتل شوي افغانان د دې طرفدار دي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د راتګ لپاره دې افغان حکومت له مخالفانو سره خبرې وکړي.

په سروې کې راغلي چې د دوى له خوا د ترسره شويو پوښتنو په ځواب کې په ټوليزه توګه، افغانانو امنيت تر ټولو لويه ستونزه ښودلې ده.

د سروې د معلوماتو له مخې، ٨٣ فیصده افغانانو د دولت او نړيوالو د دې پرېکړې ملاتړ کړى چې وسلوالو طالبانو سره دې خبرې وشي، هغوى ته دې روزګار پيدا شي او ملکي ژوندانه کې دې راګډ کړى شي.

د ايشيا فاونډېشن د پلان اېښودنې مسؤل فضل ربی حق بین ویلي، تېر کال د دوى له خوا ترسره شوې سروې کې ٧١ سلنه افغانانو له مخالفينو سره د خبرو ملاتړ کړى وو، خو سږ کال لس فیصده په کې زياتوالى راغلى دى.

د يادې سروې د معلوماتو له مخې، افغانانو په داسې حال کې د سولې د خبرو اترو ملاتړ کړى چې کرزي د همدې کار لپاره د استاد رباني په مشرۍ د سولې اویا کسیزه عالي شورا جوړه کړې ده.

د ايشيا فاونډېشن مسؤلینو ویلي چې دغه سروې يې د روان میلادي کال د جون او جولاى مياشتو په اوږدو کې، د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې ترسره کړې او له ٦٤٠٠ بالغو افغانانو يې پوښتنې کړې دي.

د سروې د معلوماتو له مخې، ٣٧ سلنه خلکو ويلي چې امنيت تر ټولو لويه ستونزه ده، خو ٢٨ سلنه خلکو بیا بې روزګاري تر ټولو لويه ستونزه بللې ده.

دغه راز په دغه نظر پوښتنه کې نیمايي پوښتل شویو کسانو په خپلو سیمو کې د شخصي امنیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په ځینو سیمو کې د ناامنۍ د پراختیا د یوه عمده عامل په توګه د جرایمو زیاتېدو ته اشاره شوې ده.

د جرمونو د زیاتېدو په اړه په سلو کې ۱۷ پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې پخپله او یا هم د هغوی د کورنۍ غړي د مجرمانه چارو په ترڅ کې واقع کې شوي چې وهل، ټکول، پیسې اخیستل او غلا په کې شاملېږي.

د نظر پوښتنې په یوه برخه کې د حکومتي او دولتي تشکیلاتو په اړه هم بحث شوی. په سلو کې ۷۳ پوښتل شویو ویلي چې په ملي کچه د دولت له کړنو رضایت لري چې دا شمېره په تېرکال کې له ۷۱ فیصدو پورته نه وه ختلې.

سږنۍ نظرپوښتنه ښيي چې ٢٧ سلنه پوښتل شوي کسانو د تېر په څېر د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کې د فساد له کبله له حکومت څخه ناراضه دي.

دا رنگه نظر پوښتنه ښيي چې د 2009 کال په پرتله د افغانانو اقتصادي حالت هم ښه شوى دى.

دغه نظر پوښتنه په ډاګه کوي چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو حقونو ته پام اوښتى او نجونې کولاى شي په ډاده زړه د هلکانو په شان په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

دغه راز په ٢٠١٠ کال کې له کوره بهر د ښځو له کار کولو سره مخالفت هم ډېرې ټيټې کچې ته را رسېدلی دى.

د ايشيا فاونډېشن له خوا ياده شوې سروې، د امريکا د متحدو ايالاتونو د نړيوال پرمختيايي پروګرام (يو اېس اې اى ډي) په مالي مرسته شوې دي.

که څه هم ايشيا فونډېشن له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې ورته نظر پوښتنې کوي او د افغانستان د روانو حالاتو او دغلته د بېلابېلو مسایلو په اړه د عامو افغانانو نظرونه معلوموي، خو دا نظر پوښتنې د احصایې تر کچې نه دي، بلکې زماني مطالعې او سروېګانې دي چې په یو څو ولایتونو کې د مشت نمونې خروار په توګه له افرادو سره مصاحبه کېږي، خو لا اقل د دې نظر پوښتنې ښېګڼه په دې کې ده چې دغې ادارې خپله دا نوې نظر پوښتنه د افغانستان د نفوسو په پام کې نيولو سره د هېواد د ۳۴ ولایتونو په نژدې ټولو ولسواليو کې کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA