د سرحدي پوليسو چارواكو خبر وركړ، چې د هرات ولايت او ايران ترمنځ سرحدي پولي ته څېرمه يې د مهماتو يوه نوې زېرمه موندلې. په لويديځ كې د سرحدي پوليسو د څلورم زون د قومندانۍ سرپرست
د سرحدي پوليسو چارواكو خبر وركړ، چې د هرات ولايت او ايران ترمنځ سرحدي پولي ته څېرمه يې د مهماتو يوه نوې زېرمه موندلې.
په لويديځ كې د سرحدي پوليسو د څلورم زون د قومندانۍ سرپرست او رئيس اركان سمونوال حميدالله صديقي كليد ته وويل، چې په دغې زېرمې كې ۱۵۶ د هاوان مرمۍ وې، چې ټولې نوې دي او په ۵۰ صندوقونو كې ځاى پر ځاى شوې وې.
نوموړي زياته كړه، چې دا مهمات د كهسان ولسوالۍ په كاكري سيمه كې ځاى پر ځاى شوې وې، چې د يوه راپور پر اساس د پوليسو لخوا كشف او تر لاسه شوې.
د صديقي په وينا، دغو مهماتو سره په تړاو يې لا څوك نه دي نيولي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
كه څه هم تر اوسه امنيتي چاروكو د هغه هېواد، چې دغه مهمات په كې جوړل شوي نوم نه دى اخيستى، خو پر مهماتو لګول شوى لېبل د چين هېواد دى.
په همدې حال كې وسله والو طالبانو ويلي، چې غوښتل يې د همدې مهماتو پر مټ د هرات په سرحدي سيمو كې د ګډو ځواكونو پر وړاندې ترهګريز بريدونه تر سره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


