د برما د پوځي حكومت لخوا له ۲۱ كالو راهيسې زانداني شوې، جمهوريت غوښتونكې “آنګ سان سوچي” ازاده شوه.
چارواكو د نوموړې د كور مخې ته سخت امنيتي تدابير نيولي او د برما په مركز كې د امنيتي سرتېرو دلګۍ پر ګزمو بوختې دي.
ويل كېږي، چې نوموړې په دې شرط خوشې كېږي، چې بيا به په سياست كې برخه نه اخلي.
۶۵ كلنه آنګ سان سوچي تېر كال خوشې كېده، خو يوه امريكايي د نهر له لارې د دې كور ته د ننوتو كوښښ كړى و، چې له همدې كبله يې بند ۱۸ مياشتې نور هم وځنډېد.
دغه امريكايي غوښتل سان سوچي خوشې كړي.
په برما كې تېره اونۍ هم ټاكنې شوې وې، چې د پوځي حكومت د ملاتړل له كبله د يو ايس ډي پي حزب د پارلمان په دواړو مجلسونو كې اكثريت ترلاسه كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


