ads

كندوز كې بمي چاودنې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې د بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ د بازار په قتربولاق بندر سيمه كې د موټر سايكل پر مټ شوې.   د كندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې د بمي چاودنې له كبله لږ […]

نویسنده: TKG
22 لړم 1389

د كندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې د بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ د بازار په قتربولاق بندر سيمه كې د موټر سايكل پر مټ شوې.

 

د كندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې د بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه چاودنه د يادې ولسوالۍ د بازار په قتربولاق بندر سيمه كې د موټر سايكل پر مټ شوې.

د امام صاحب ولسوال محمد ايوب حقيار د بېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل،چې په ياده پېښه كې ۳ تنه اربكي پوليس او ۵ ملكي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ملكي وګړي ټپيان دي، چې دى يې د روغتيا يي حالت په اړه كره معلومات نه لري.

د چاودنې پړه لا كومې وسله والې ډلې پر غاړې نه ده اخيستې.

د امام صاحب ولسوالي د كندوز ښار په شمال 70 كيلومترۍ كې پرته هغه ولسوالي ده، چې وخت ناوخت په كې ورته پېښې رامنځته كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA