نن له غرمې وروسته څه باندې ۲ بجې د كندهار ښار په عينو مېنه كې بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه ټپيان شول. په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې دغه چاودنه په يوه موټر سايكل كې
نن له غرمې وروسته څه باندې ۲ بجې د كندهار ښار په عينو مېنه كې بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه ټپيان شول.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې دغه چاودنه په يوه موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو پر مټ شوې، چې د عينو مېنې د ښارګوټي د دفتر په تم ځاى كې درول شوى و.
ځايي امنيتي چارواكو لا په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ميرويس روغتون ډاكتران وايي، چې دوى ته يې د پېښې له ځايه پنځه ژوبل كسان، چې د خټو كاريګر دي ور وړي دي.
په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه لا چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


