پرون له غرمې وروسته د کابل ښار په دارالامان سيمه کې د ملي اردو د روزنيز مرکز مخې ته د ټونس موټر پر مټ شوي بريد د ملي اردو ۱ سرتېرى ټپي كړ. د کابل ولايت امنيه قومندان محمد ايوب سالنګي رسنو ته وويل،
پرون له غرمې وروسته د کابل ښار په دارالامان سيمه کې د ملي اردو د روزنيز مرکز مخې ته د ټونس موټر پر مټ شوي بريد د ملي اردو ۱ سرتېرى ټپي كړ.
د کابل ولايت امنيه قومندان محمد ايوب سالنګي رسنو ته وويل، چې دغه بريد كې يوه بريد ګر ټونس موټر كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى كړي وو او هدف يې بهرني سرتېري وو، چې له پېښه څو شېبې دمخه له سيمې څخه تېر شول.
سالنګي په بريد كې د يوه افغان سرتيري د ټپي كېدو پخلى كړى او زياته كړې، يې ده، چې بهرنيو سرتېرو او ملكي كاسنو ته پكې كوم زيان نه دى اوښتى.
د بريد په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي، خو د احزب اسلامي په نامه د دولت يوې مخالفې ډلې ادعا كړې، چې بريد كې يې ۲۴ بهرني سرتېري وژلي دي.
د حزب اسلامي دغه ادعا امنيتي چارواكو نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


