ځايي امنيتي چارواكو ويلي، چې په فراه ولايت كې يې يو تن ايرانى د ځانمرګي بريد په تور نيولى دى. دغه شخص، چې محمد سعيد نومېږي، تېره ورځ په پشت روز ولسوالۍ كې د ملي پوليسو او ملي امنيت
ځايي امنيتي چارواكو ويلي، چې په فراه ولايت كې يې يو تن ايرانى د ځانمرګي بريد په تور نيولى دى.
دغه شخص، چې محمد سعيد نومېږي، تېره ورځ په پشت روز ولسوالۍ كې د ملي پوليسو او ملي امنيت د سرتېرو لخوا په ګډو عملياتو كې نيول شوى دى.
د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ د اپراسيون رئيس تورن محمد منير كليد ته وويل، چې دغه تن له خاك سفيد ولسوالۍ څخه پشت روز ولسوالۍ ته ننوتى و او وړاندې تر دې، چې د فراه مركز ته ځان ورسوي، د امنيتي سرتېرو لخوا ونيول شو.
نوموړي زياته كړه، چې دغه ايرانى وګړى، چې د كرمانشاه اوسېدونكى دى، د فراه ولايت د يوه ځايي اوسېدونكي په واسطه دغې ولايت ته راوړل شوى و، چې غوښتل يې په فراه ولايت كې ځانمرګى بريد تر سره كړي.
سرچينې له نورو جزيات وركولو ډډه وكړه او ويې ويل، چې له پلټنو وروسته به نور معلومات رسنيو ته وركړي.
كه څه څو ځله افغان دولت ايران په افغانستان كې په لاس وهنو تورن كړى و، خو ايران تل دغه ادعا رد كړې او ويلي يې دي، چې دا د بهرنيو هېوادونو دسيسه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


