د ننګرهار هوايي ډګر، چې په ختيځ کې د ناټو ترټولو ستره پوځي اډه ګڼل کېږي، نن د وسله والو طالبانو تر ډله ييزو ځانمرګو بريدونو لاندې راغى، چې چارواکي او بريدګر يې پرتلفاتو بېلا، بېلې دعوې لري.
د ننګرهار هوايي ډګر، چې په ختيځ کې د ناټو ترټولو ستره پوځي اډه ګڼل کېږي، نن د وسله والو طالبانو تر ډله ييزو ځانمرګو بريدونو لاندې راغى، چې چارواکي او بريدګر يې پرتلفاتو بېلا، بېلې دعوې لري.
د هوايي ډګر قومندان ډګروال جهانګيرعظيمي وايي د سهار پرپينځو بجو پيل شويو دې بريدونو کې، چې د ورځې تر نهو بجو وغځېدل، د دوى يو افغان سرتېرى ټپي شوى او اته بريدګر وژل شوي، چې د شپږو مړي يې په سيمه کې پاتې دي.
دى د بريدکوونکو شمېر نه ښيي، خو وايي د جلال اباد له خالص فاميليو څخه د شپې پرمهال د هوايي ډګر نېږدې سيمو ته راغلي وو، چې يويې پرځانمرګو وسايلو او نور په سپکو او درنو وسلو سمبال وو.
د هوايي ډګر قومندان، چې له نوم اخېستو پرته د ننګرهار چارواکي ورسره د داسې بريدونو مخنيوي کې په نه همکارۍ تورنوي، وايي تربريد وروسته ژوندي پاتې بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
ډګروال عظيمي د بريدګرو پر وړاندې جنګېدونکي افغان پوځيان ګڼي، خو په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره وايي، د بريدګرو پر وړاندې د دوى سرتېرو هم د افغان ځواکونو مرسته کړې.
دا اداره هم په پېښه کې د اتو بريدګرو د وژل کېدو وايي، خو دا نه مني، چې ګواكې دوى او افغان ځواکونو ته به هم مرګ، ژوبله اوښتې وي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پرهوايي ډګر يې څوارلس ځانمرګي ننوتي وو، چې يوولسو په ځانوژنې سره دېرش بهرني او پينځه وېشت کورني سرتېري وژلي او درې نور يې په تېښته بريالي شوي.
مجاهد په بريد کې د درېيو الوتکو د له منځه وړلو دعوه هم لري، خو ايتلافي او افغان چارواکي يې نه مني.
ننګرهار هوايي ډګر، چې له څو کلونو پکې ملکي الوتنې بندې شوي، په ختيځ کې د ناټو ځواکونو ترټولو لويه پوځي اډه ګڼل کېږي.
پردې ځاى څو مياشتې وړاندې هم ورته پراخ ځانمرګي بريدونه وشول، چې پرتلفاتو يې د اوس په شان مختلفې دعوې کېدې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


