ads

روسيه به دخپلې لارې دناټو زغروالو وسايطو ته اجازه وركړي

روسيه به له ناټو سره د ترانزيت په برخه کې د خپلې موافقې پراساس ناټو تړون ته اجازه ورکړي چې د دغه هيواد له لارې افغانستان ته زغروال وسايط  وليږدوي او د پاکستان پر خطرناکو لارو خپله اتکا کمه کړي. روسيه به له ناټو سره د ترانزيت په برخه کې د خپلې موافقې پراساس ناټو […]

نویسنده: TKG
20 لړم 1389

روسيه به له ناټو سره د ترانزيت په برخه کې د خپلې موافقې پراساس ناټو تړون ته اجازه ورکړي چې د دغه هيواد له لارې افغانستان ته زغروال وسايط  وليږدوي او د پاکستان پر خطرناکو لارو خپله اتکا کمه کړي. روسيه به له ناټو سره د ترانزيت په برخه کې د خپلې موافقې پراساس ناټو تړون ته اجازه ورکړي چې د دغه هيواد له لارې افغانستان ته زغروال وسايط  وليږدوي او د پاکستان پر خطرناکو لارو خپله اتکا کمه کړي.

دا خبره د ناټو تړون يوه ديپلومات پرون  په بروکسل کې وکړه.

ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران او د روسيې جمهور  رئيس ديميتري مېدوېديف راتلونکې اوونۍ (نومبر۱۹-۲۰) د پرتګال د مرکز ليزبن په سرمشريزه کې وويني.

د ليزبن په غونډه کې ، چې جمهور رئيس کرزى هم پکې ګډون کوي، افغان امنيتي ځواکونو ته تر ۲۰۱۴ پوري د امنيتي چارو د سپارلو د پلان په بشپړولو خبرې کېږي.

دغه راز به په دې غونډه کې ناټو او روسيه په خپل منځ کې د ترانزيتي تړون د غځولو په څنګ کې د افغانستان ملي اردو ته د روسي هليكوپترو  په ورکولو، د روسانو له لوري د افغان امنيتي ځواکونو په روزلواو د مخدرو موادو پرضد د افغانانو په روزنې موافقه وکړي.

د دوي ترمنځ به په ترانزيتي تړون کې د روسيې له لارې افغانستان ته د زغروالو موټرو انتقال هم شامل شي .دا به لومړى ځل وي چې ناټو د روسيې له لارې افغانستان ته پوځي اكمالات  كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA