رپوټونه څرګندوي، چې د ايران د اتومي پروګرام مرکه چي سعيد جليلي د اروپا ټولنې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين اشټون ته دا خبره کړې.
سعيد جليلي وويل، تهران د ترکيې په استانبول کې د نومبر په درويشتمه او د دسمبر په پنځمه خبرو ته تيار دى.
د اشټون يوه وياند څرګنده کړه، چې ميرمن اشټون به دا وړانديز د نړۍ له شپږو غښتلو هيوادو سره وڅيړي، چې دغو هېوادونو مخکې هم له ايران سره خبرې کړې وې. دغه شپږ هيوادونه، بريتانيا، چېن، فرانسه، جرمني، روسيه او د امريکا متحدايالات دي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

