اوباما له دې غونډې مخکې پرون د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې خپل منځني اختلافات يوې خواته پريږدي او په نړۍ کې د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي.
اوباما د شلو شتمنو هېوادونو سرمشريزې ته په يوه استولي ليک کې وويل، چې امريکايي مصرف کونکي د نورو هېوادونو مواد اخلي او مصرفوي يي خو دوي يواځې نه شي کولاي چې د نړۍ اقتصاد بيرته احيا کړي بلکه ټول هېوادونه مسوليت لري چې خپله اتکا پر صادراتو کمه کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره يو لړ نور اقدامات وکړي.
امريکايي چارواکو د نړۍ داقتصادي بحران يو عامل چين ګڼلى چې په مصنوعي توګه يي د خپلو اسعارو ارزښت ټيټ ساتلى ترڅو خپل صادرات پياوړي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

