مخکښ جمهوري غوښتونکي امريکايي سناتور جان مککين له کرزي سره تر ملاقات مخکې وويل چې دى او له ده سره افغانستان ته درې نور راغلي ملګري به يې د افغانستان په حکومت کې د پراخ فساد او رشوتخورۍ په باب خپله اندېښنه جمهور رئيس کرزي ته څرګنده کړي.
مککين،چې په کابل کې دامريکا په سفارت کې خبرې کولې اوسناتور جوليبرمن ، سناتورلينډسي ګراهام او سناتوره کرستين ګيليبرانډ ورسره ملګري وو، وويل : په لسګونو زره امريکايي، ناټو او افغان ځواکونه چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په مرکز کې جنګېږي، په وروستيو مياشتو کې پرمختګونه کړي خو لا هم لوي چلينجونه يا ستونزې په خپل حال پاته دي.
امريکايي سناتوران د عراق له سفره وروسته افغانستان ته راغلي دي .د دوي د سفر بل تمځاى اسلام اباد دى.
جان مککين وويل چې دوي څلور واړه به پر پاکستاني چارواکو فشار راوړي چې د القاعده او حقاني ډلې پرضد اقدام وکړي چې د ده په وينا ځالې يې په پاکستان کې دي او حملې په افغانستان کې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

