د لغمان ولايت د پوهنې رياست د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د نجونو په يوه ښوونځي کې د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا د قرانکريم د سلګونه نسخو د سوزولو دعوه لري.
د لغمان ولايت د پوهنې رياست د دې ولايت په الينګار ولسوالۍ كې د نجونو په يوه ښوونځي کې د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا د قرانکريم د سلګونه نسخو د سوزولو دعوه لري.
د لغمان د پوهنې رئيس اسدالله رويا وايي، د نجونود دويم نمبر نسوان ښوونځي اداري خونې ته دغو وسله والو اور ورته کړى، چې پکې دې ښوونځي ته د چا لخوا اهدا شوي د قرانکريم سلګونه نسخې له يو شمېر چوکيو، درسي کتابونو او نورو مکتبي توکيو سره سوزېدلي.
د روياپه خبره پر اداري خونې تر اورلګېدو وروسته د سيمې خلکو پر اورلګوونکو ډزې کړي، چې وسله والو يې له امله سيمه پرېښې او ښوونځي ته يې له نور زيان اړولو ډډه کړې.
د لغمان د پوهنې رئيس له نوم اخېستو پرته د دولت وسله وال مخالفين دې ښوونځي ته په اور اچولو تورنوي او وايي، امنيتي ادارو د دې کسانو پرضد خپلې هڅې پيل کړي.
كه څه هم دى، د قرانکريم د سوزول شويو نسخو کره شمېر نه ښيي، خو د پوهنې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په الينګار کې د قرانکريم اته سوه نسخې سوزول شوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې د لغمان د ډېرو ناامنيو مسؤليت پرغاړه اخلي، کليد ته رد کړه، چې ګواکې ښوونځى يې وسله والو ملګرو سوزولى.
په لغمان کې د دې ښځينه ښوونځي ودانۍ ته د اور اچونې خبره په داسې حال کې کېږي، چې د پوهنې د رئيس په وينا، دې ولايت کې پينځه اويا ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له امله خورا ستونزو سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


