ads

كندوز كې ۷ زره بوتله الكولي مشروبات وسوزول شول

د کندوز ولايت امنیه قومندانۍ څه د پاسه اووه زره بوتله الکولي مشروبات د خلکو پر وړاندې وسوزول. دغه الکولي مشروبات څه موده د مخه په شېر خان بندر کې د مخدره توکیو سره د مبارزې پولیسو لخوا نیول شوي وو.   د کندوز ولايت امنیه قومندانۍ څه د پاسه اووه زره بوتله الکولي مشروبات […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1389
كندوز كې ۷ زره بوتله الكولي مشروبات وسوزول شول

د کندوز ولايت امنیه قومندانۍ څه د پاسه اووه زره بوتله الکولي مشروبات د خلکو پر وړاندې وسوزول. دغه الکولي مشروبات څه موده د مخه په شېر خان بندر کې د مخدره توکیو سره د مبارزې پولیسو لخوا نیول شوي وو.

 

د کندوز ولايت امنیه قومندانۍ څه د پاسه اووه زره بوتله الکولي مشروبات د خلکو پر وړاندې وسوزول.

دغه الکولي مشروبات څه موده د مخه په شېر خان بندر کې د مخدره توکیو سره د مبارزې پولیسو لخوا نیول شوي وو.

د کندوز ولایت امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلې وویل، چې دغه الکولي مشروبات، چې ۷۱۷۰ بوتله کیږي، هغه مهال د پولیسو له لوري ونیول شول، چې قاچاق وړونکو له ګاونډي تاجکستانه کندوز ښار ته رالېږدول.

هغه زیاته کړه، چې په دې تړاو ېې څو تنه قاچاق وړونکي نیولي دي، چې دامهال د هغوۍ يې دوسیې په څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې دي.

د دغو توكو د سوزولو پرمهال یوه تن دینې عالم فیض محمد هم د غونډې برخوالو ته د اسلام مبارک دین له نظره د الکولو څښل، څرخلاو او د هغې د زیانونو په اړه خبرې وکړې او دا كار يې ناروا وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو میاشتو کې دا دويم ځل دی، چې د شېرخان بندر په لاره الکولي مشروبات نیول کیږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA