د افغان امنيتي ځواكونو لخوا كابل نه سعودي عربستان ته په تلونكي الوتكه كې څلور شكمن كسان ونيول شول. د راپورونو له مخې دغه كسان تېره ورځ هغه وخت په كابل هوايي ډګر كې د امريكايي استخباراتي راپور پر اساس
د افغان امنيتي ځواكونو لخوا كابل نه سعودي عربستان ته په تلونكي الوتكه كې څلور شكمن كسان ونيول شول.
د راپورونو له مخې دغه كسان تېره ورځ هغه وخت په كابل هوايي ډګر كې د امريكايي استخباراتي راپور پر اساس و نيول شول، چې الوتكې پرواز كړى و، خو بېرته ورته د ناستې امر وشو.
ويل كېږي، دغې الوتكې د يوه ساعت په شاوخوا كې په هوا كې پرواز كړى او نږدې وه، چې د افغانستان له خاورې ووځي، چې ورته د بېرته ناستې امر وشو.
امنيتي ځواكونو له دغې الوتكې څخه ۴ تنه نيولي، چې ويل كېږي د حقاني ډلې كسان دي او يو خو د دغې ډلې له لوړ پوړو چارواكو څخه بلل كېږي.
تر دې مهاله د دغو نيول شويو كسانو نومونه رسنيو ته نه دي ويل شوي، خو ويل كېږي، چې دغو كسانو پر افغان و بهرنيو ځواكونو بريدنو، طالبانو ته د وسلو په برابرولو او د سړك پر غاړه د سلګونه بمونو ځاى پر ځاى كولو كې لاس لاره.
دغه نيول شوي كسان د نيول كېدو پر مهال بې وسلې وو او پرته له كوم تاوتريخوالي افغان امنيتي ځواكونو نيولي، چې اوس د همدغو امنيتي ځواكونو لخوا ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


