ads

غور كې د يوې بمي چاودنې مخه ونيول شوه

ځايي چارواكو ويلي، چې په غور ولايت كې يې د ۲۰ كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو په نيولو سره د يوې چاودنې مخه نيولې ده. د غور ولايت د امنيه قومندان عبدالباقي نورستاني كليد ته وويل، چې ځايي پوليسو په چارسده ولسوالۍ كې ۲۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي، چې په ۳ بوشكو كې ځاى پرځاى شوي […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1389

ځايي چارواكو ويلي، چې په غور ولايت كې يې د ۲۰ كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو په نيولو سره د يوې چاودنې مخه نيولې ده. د غور ولايت د امنيه قومندان عبدالباقي نورستاني كليد ته وويل، چې ځايي پوليسو په چارسده ولسوالۍ كې ۲۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي، چې په ۳ بوشكو كې ځاى پرځاى شوي وو، كشف كړل.

 

ځايي چارواكو ويلي، چې په غور ولايت كې يې د ۲۰ كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو په نيولو سره د يوې چاودنې مخه نيولې ده.

د غور ولايت د امنيه قومندان عبدالباقي نورستاني كليد ته وويل، چې ځايي پوليسو په چارسده ولسوالۍ كې ۲۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي، چې په ۳ بوشكو كې ځاى پرځاى شوي وو، كشف كړل.

نوموړي زياته كړه، دغه چاودېدونكي توك په هغه لاره ايښودل شوي وو، چې پر تل افغان او بهرني ځواكونه تګ راتګ كوي.

د نورستاني په وينا، تر اوسه يې په دې تړاو څوك نه دي نيولي، خو د پوليسو لخوا په دې برخه كې پلټنې روانې دي.

طالبانو په دې وروستيو كې د نورو بريدونو ترڅنګ د سړك پر غاړې ماينونو هم ځاى پر ځاى كوي، چې له كبله يې هر كال د ګډو ځواكونو سلګونه سرتيري او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA