ads

د يهودي كليو جوړول د سولې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ دى

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما په اندونيزيا كې د خبرو پر مهال د اسرائيلو لخوا په يروشيلم كې د نويو ۱۳۰۰ ښارګوټو پر جوړولو نيوكه وكړه. اوباما، چې د اندونيزيا په مركز جكارتا كې خبرې كولې وويل، چ   د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما په اندونيزيا كې د خبرو پر مهال د اسرائيلو […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1389

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما په اندونيزيا كې د خبرو پر مهال د اسرائيلو لخوا په يروشيلم كې د نويو ۱۳۰۰ ښارګوټو پر جوړولو نيوكه وكړه. اوباما، چې د اندونيزيا په مركز جكارتا كې خبرې كولې وويل، چ

 

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما په اندونيزيا كې د خبرو پر مهال د اسرائيلو لخوا په يروشيلم كې د نويو ۱۳۰۰ ښارګوټو پر جوړولو نيوكه وكړه.

اوباما، چې د اندونيزيا په مركز جكارتا كې خبرې كولې وويل، چې اسرائيل او فلسطين دواړه هېوادونه د سولې د خبرو اترو د كاميابېدو لپاره كوښښ نه كوي.

نوموړي زياته كړې، چې د سولې د خبرو اترو پرمخ وړولو لپاره د اسرائيلو لخوا د يهودي كليو جوړولو پرېكړه ستر خنډ دى.

اسرائيلو څو وروځې وړاندې په ختيځ يروشيلم كې د ۱۳۰۰ نويو ښارګوټو جوړولو اعلان كړى و.

ملګرو ملتونو او امريكې هغه مهال هم د اسرائيلو لخوا په لاندې شوې سيمې (ختيځ يروشيلم) كې د نويو يهودي ښارګوټو پر جوړولو اندېښنې څرګندې كړې وې.

امريكا ويلي وو، چې د اسرائيلو لخوا د دغو نويو كلو د جوړولو اعلان ناهيلي كوونكى و او دا كار د دواړ هېوادنو ترمنځ په خبرو اترو منفي اغېز ښندي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون هم د اسرائيلو صدراعظم بنيامنين نتن ياهو ته ويلي وو، چې د ښارګوټو جوړولو كار بندول په منځني ختيځ كې د روانو خبرو اترو د ځند د له منځه وړولو لپاره ډېر مهم دي.

د نړيوالو قوانيونو له مخې د اسرائيلو لخوا په لاندې شويو سيمو كې د يهودي كليو ودانولو كار ناقانونه دى او په دې سره د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ځنډېدلي دي.

د فلسطيني چاراكو په وينا، د اسرائيلو لخوا د دغې كار اعلان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د له منځه وړلو يوه هڅه ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA