ads

د كونړ قومي شورا په هېواد كې د روانو عملياتو درول غواړي

د کونړ د خلکو قومي شورا په جلال اباد کې له افغان حکومته وغوښتل، چې د سولې بهير د پياوړتيا لپاره دې تر هرڅه وړاندې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد د هېواد په ګوټ،ګوټ کې روان پوځي عمليات ودروي. د کونړ د خلکو قومي شورا په جلال اباد کې له افغان حکومته وغوښتل، چې […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1389

د کونړ د خلکو قومي شورا په جلال اباد کې له افغان حکومته وغوښتل، چې د سولې بهير د پياوړتيا لپاره دې تر هرڅه وړاندې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد د هېواد په ګوټ،ګوټ کې روان پوځي عمليات ودروي.

د کونړ د خلکو قومي شورا په جلال اباد کې له افغان حکومته وغوښتل، چې د سولې بهير د پياوړتيا لپاره دې تر هرڅه وړاندې د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد د هېواد په ګوټ،ګوټ کې روان پوځي عمليات ودروي.

دې شورا پرون د يوې خبري غونډې پرمهال د سولې عالي شورا له نېمګړې ګڼلو سره،سره د سولې په راوستو کې بريالۍ کېدونکې وګڼله، خو شرط يې کېښود، چې غړي يې بايد د سوله ييزو هڅو تر کولو وړاندې د ناامنۍ لاملونه وپلټي.

د کونړ قومي شورا نورې غوښتنې هم له سولې جرګې لرلې، چې په سر کې يې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو مخالفينو  ترمنځ اوربند و.

د شورا مشر انجينر ګل آغاحسني وويل، که د دولت وسله وال مخالفين اوربند ته غاړه نه ږدي،بيا هم بايد حکومتي لورى يې پرضد پوځي عمليات بند کړي.

د کونړ قومي شورا دغه راز په ولايتونو کې د ځايي سوله ييزو شوراګانو په جوړولو کې د ځايي چارواکو د لاسوهنې اندېښنه وښوده او له سولې عالي شورا يې د دې لاسوهنې د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د کونړ قومي شورا په هېواد کې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد د پوځي عملياتو د بنديدو غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې د يو شمېر نورو ناامنو ولايتونو په شان د دوى سيمه کې هم ډېرځله دا عمليات په مرګونې توګه ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA