د خوست په ختيځ عليشېرو کې د قاسم په نامه د يوه خصوصي ساختماني شرکت پر کارکونکو نن د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې، چې پکې د ياد شرکت دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د خوست په ختيځ عليشېرو کې د قاسم په نامه د يوه خصوصي ساختماني شرکت پر کارکونکو نن د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې، چې پکې د ياد شرکت دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
په سيمه کې دولتي چارواکو د پېښې د تائيد تر څنګ کليد ته وويل، چې په چاودنه کې د شرکت کاروکونکي نه بلکه ملګي وګړي وژل شوي دي، خو په سيمه کې عينې شاهدان بيا وايي، چې چاودنه د شرکت پر ساتونکو شوې ده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پيښې مسوليت پر غاړه اخيستى او د پنځو کسانو د وژلو دعوه کوي.
د يادولو ده، چې څه موده وړاندې هم په خوست کې په ورته پېښه کې د يوه ساختماني شرکت پر کاروکونکو بريد شوی و، چې په کې څو تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتي وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


