ads

جلال آباد كې بمي چاودنې لس تنه ټپيان كړل

د جلال اباد زړې تالاشۍ څلور لاري کې نن د کېسټو  په يوه پلورنځي كې چاودنې لس ولسي وګړي ټپيان کړل. پېښه غرمه مهال شوې، چې چارواکي يې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.   د جلال اباد زړې تالاشۍ څلور لاري کې نن د کېسټو  په يوه پلورنځي كې چاودنې لس ولسي وګړي […]

نویسنده: TKG
19 لړم 1389

د جلال اباد زړې تالاشۍ څلور لاري کې نن د کېسټو  په يوه پلورنځي كې چاودنې لس ولسي وګړي ټپيان کړل. پېښه غرمه مهال شوې، چې چارواکي يې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

 

د جلال اباد زړې تالاشۍ څلور لاري کې نن د کېسټو  په يوه پلورنځي كې چاودنې لس ولسي وګړي ټپيان کړل.

پېښه غرمه مهال شوې، چې چارواکي يې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى، چې د پېښې پخلى کوي وايي، پکې ټپي شوي لس تنه ټول ولسي خلک دي، چې روغتون ته استول شوي او روغتيايې د ډاډ وړده.

د پېښې مسؤليت پر کېسټ پلورنځيو د پخوانيو چاودنو په څېر بيا هم چا پر غاړه نه دى اخېستى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، چې ډېر کله يې د ننګرهار د ناامنيو پېښو مسؤليت مانه،پخوا کليد ته ويلي وو، چې دوى شخصي شتمنيو ته د زيان اړولو خلاف دي، نو ځکه په دې پېښو کې لاس لرل نه مني.

بلخوا نن په جلال اباد کې شاوخوا دېرشو د ولسي جرګې هغو نوماندانو د دې جرګې د اعلان شويو لومړنيو پايلو پرضد لاريون وکړ، چې په دغو پايلو کې ناکام ګڼل شوي.

نوماندانو غوښتنه لرله، چې د ټاکنو په ورځ د درغليو په تورنيول شوي کسان دې قانون او کارول شوې رايې دې حقدارو نوماندانو  ته وسپارل شي.

په ټاکنو کې د پراخو درغليو دعوه لرونکو دې نوماندانو ويل، چې که غوښتنې يې له پامه ولوېږي، لاريونونه به يې بيا وليدل شي.

په ننګرهار کې د ټاکنو کمېسيون ځايي چارواکو د دوى د غوښتنو په اړه له خبرو ډډه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA