ads

پكتيا كې بمي چاودنې د شواك ولسوال و واژه

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې نن سهار اته بجې د دې ولايت د شواك ولسوال علي اباد د سړك د غاړې بمي چاودنې كې ووژل شو. د پكتيا والي وياند روح الله سمون د   د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې نن سهار اته بجې د دې ولايت د شواك ولسوال علي اباد د […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1389
پكتيا كې بمي چاودنې د شواك ولسوال و واژه

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې نن سهار اته بجې د دې ولايت د شواك ولسوال علي اباد د سړك د غاړې بمي چاودنې كې ووژل شو. د پكتيا والي وياند روح الله سمون د

 

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې نن سهار اته بجې د دې ولايت د شواك ولسوال علي اباد د سړك د غاړې بمي چاودنې كې ووژل شو.

د پكتيا والي وياند روح الله سمون د پېښې د پخلى تر څنګ رسنيو ته ويلي، چې پر ولسوال علي اباد هغه مهال د سړك د غاړې بمي چاودنه وشوه، چې نوموړى د خپلوانو له كوره ولسوالۍ ته پر لاره و.

د ده په وينا، دغه پېښه د شواك ولسوالۍ په ابراهيم خيلو سيمه كې رامنځته شوې.

تر دې دمه لا كومې ډلې د ولسوال د وژل كېدو مسؤليت نه دى اخيستى، خو دا ډول ډيرى پېښې په سيمه كې د وسله والو طالبانو له خوا كېږي.

ياده دې وي، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې د پكتيا ولايت د سيدكرم پر ولسوال اغا ګل هم د وسله والو طالبانو له خوا د كمين په ترڅ كې بريد شوى و، چې له امله يې  د ولسوال په ټپي كېدو سربېره يې دوو تنو ساتو كو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

شواك، چې د پكتيا له مركز ګردېز څخه په نږدې ۴۰ كيلو متره كې پرته غرنۍ ولسوالي ده او وخت ناوخت په كې د وسله والو له خوا پر امنيتي ځواكونو د سړك د غاړې بمي چاودنې او غلچكي بريدونه كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA