تېر ماښام د شپږنيمو بجوپه شاوخوا كې ناپېژاندو وسله والو د كندهار ښار په شهيدانو څلورلاري كې دوه تنه پوليس، چي په تلاشۍ بوخت وو ټپيان كړل. د كندهار د امنيت امر فضل احمد شېرزاد هم د پېښې پخل
تېر ماښام د شپږنيمو بجوپه شاوخوا كې ناپېژاندو وسله والو د كندهار ښار په شهيدانو څلورلاري كې دوه تنه پوليس، چي په تلاشۍ بوخت وو ټپيان كړل.
د كندهار د امنيت امر فضل احمد شېرزاد هم د پېښې پخلى كوي، خو زياتوي، چې بريد كوونكي پر موټرسايكل سپاره وو او لومړى يې پر پوليسو ډزې وكړې، چې په ترڅ كې يې يو پوليس ټپي شو.
نوموړي زياته كړه، چې د پوليسو په متقابلو ډزو كې دوه بريدكوونكي سخت ټپيان شول، چې تر نيول كېدو وروسته يې يوه په روغتون كې ساه وركړه او دويم په تېښته بريالي شو.
بلخوا د ميرويس روغتون چارواکي وايي، چې له يادې پېښې څخه يې دوى ته دوه تنه ټپي پوليس ور وړي دي.
د دې پېښې مسؤليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يوبل خبر له مخي تېره ورځ لس بجي د كندهارولايت د پنجوايي ولسوالۍ د تلوكان په ښورې سيمه كې پر يوه ټونس ډوله موټر چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې دوه تنه ملكي كسان وژل شوي، خو دولتي چارواكو د يادې پېښي څخه ناخبري ښودلې.
دا په داسې حال كې ده، چې په همدې ورځ د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په كلاچې سيمه كي د سړك د غاړې د ماين په چاودنې كې دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي او يو بل يې ټپي شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


