ads

مومند ايجنسۍ كې ۳ ملېشه سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د جلا جلا بمي چاودنو په ترڅ كې د ملېشه پوليسو ۲ سرتېري مړه او يو ټپي شو. په مومند ايجنسۍ كې يوه دولتي چارواكي د نوم د نه ښوولو په شرط ر   د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د جلا جلا بمي چاودنو […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د جلا جلا بمي چاودنو په ترڅ كې د ملېشه پوليسو ۲ سرتېري مړه او يو ټپي شو. په مومند ايجنسۍ كې يوه دولتي چارواكي د نوم د نه ښوولو په شرط ر

 

د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې د جلا جلا بمي چاودنو په ترڅ كې د ملېشه پوليسو ۲ سرتېري مړه او يو ټپي شو.

په مومند ايجنسۍ كې يوه دولتي چارواكي د نوم د نه ښوولو په شرط رسنيو ته ويلي، چې دغه دواړه چاودنې پرون په بېلابېلو وختونو كې د دغې ايجنسۍ په صافي سيمه كې رامنځته شوي دي.

نوموړي زياته كړې، چې امنيتي سرتېري په عسكراباد سيمه كې پر ګزمه بوخت وو، چې پرې د سړك د غاړې بمي چاودنه وشوه او په ترڅ كې يې د ملېشه پوليسو يو سرتېرى ووژل شو.

سرچينې زياته كړې، چې په دغه سيمه كې په يوې بلې چاودنې كې د ملېشه پوليسو يو سرتېرى مړ او بل ټپي شو.

بلخوا په مومند ايجنسۍ كې تېره شپه ترهګرو ۳ لومړني ښوونځي د چاودېدونكو توكو په واسطه له منځه يوړل.

د دغو ښوونځيو د له منځه وړولو پړه د وسله والو طالبانو يوه وياند سجاد مومند پر غاړه اخيستې.

په مومند ايجنسۍ كې پر دولتي ښوونځيو بريدونو كې ډېروالى راغلى او د دولتي شمېرو له مخې تر اوسه په دغه راز پېښو كې تر ۷۰ زيات ښوونځي له منځه تلل، چې ډېرى يې د نجونو دي.

مومند ايجنسۍ سره په خوا باړجوړ ايجنسۍ كې هم په دې وروستيو مياشتو كې پر ښوونځيو د ترهګرو بريدونو كې ډېرښت راغلى.

د ځايي خلكو په وينا، په مومند او باجوړ ايجنسيو كې طالبانو له يوې مودې راهيسې خپله پاليسي بدله كړې او اوس دوى د اسانه هدف په نښه كولو كوښښ كې دي، چې ښوونځي او روغتيايي مرګزونه يې ښه بېلګه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA