ads

كندوز كې ۷ وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځاى شول

د كندوز په علي اباد ولسوالۍ كې تېره ورځ د مهمان شاه په مشرۍ د وسله والو طالبانو اووه کسیزه ډله د سولې له بهیر سر ه یوځای شوه. د کندوز امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلې پرون ناوخته خبری     د كندوز په علي اباد ولسوالۍ كې تېره ورځ د مهمان شاه په […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1389

د كندوز په علي اباد ولسوالۍ كې تېره ورځ د مهمان شاه په مشرۍ د وسله والو طالبانو اووه کسیزه ډله د سولې له بهیر سر ه یوځای شوه. د کندوز امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلې پرون ناوخته خبری

 

 

د كندوز په علي اباد ولسوالۍ كې تېره ورځ د مهمان شاه په مشرۍ د وسله والو طالبانو اووه کسیزه ډله د سولې له بهیر سر ه یوځای شوه.

د کندوز امنیه قومندان مل پسوال عبدالرحمن سیدخیلې پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، دغه ډله، چې دعلی اباد په ولسوالۍ کې د افغان دولت پرضد جنګېدله د یو لړ خبرو اترو وروسته د سولې له بهیر سره یوځای شوه.

نوموړي زياته كړه، چی یادو کسانو خپلې وسلې هم له ځانه سره راوړې وې او دولت ته یی تسلیم کړې.

د سيدخيلي په وينا، دوی به له دې وورسته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي، خو دا یې ونه ویل، چې ایا هغوی ته به د کار زمینه مساعده شې او که نه.

تراوسه وسله والو طالبانو افغان دولت سره د یو ځای شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چی نږدې دوه اونۍ دمخه هم د یاد ولایت د امنیه قومندان په خبره لږ تر لږه ۶۰ تنه وسله وال طالبان له افغان دولت سره یوځای شوي او خپلې وسلې یی پر ځمکه ایښي دي، خو په تېر كې طالبانو دا خبره نه منله، چې ګڼې د دوی کسان دی دولت سره یوځای شوي وي.

که څه هم د سولې له بهیر سره د وسله والو طالبانو د یو ځای کېدو رپوټونه وخت ناوخته له یاد ولایته ورکول کېږی، خو بیا هم وسله وال طالبان په یادولایت کې کله ناکله پر افغان او بهرنيو ځواکونو بریدونه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA