د كندهار ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې د دې ولايت د اوومي امنيتي حوزې پوليسو نن سهار درې کړۍ ماينونه، چي په يوه بوجۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو کشف او شنډ کړل.
د كندهار ولايت د رسنيو دفتر په يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې د دې ولايت د اوومي امنيتي حوزې پوليسو نن سهار درې کړۍ ماينونه، چي په يوه بوجۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو کشف او شنډ کړل.
خبر پاڼې زياته كړې، چې بل ماين نن سهار نهه بجې د شين غزي اصحابي زيارت په سيمه کې کشف او شنډ شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ هم د ارغنداب او ژړۍ په بېلابېلو سيمو کې له چاودېدونکو توکو ډکې نهه شل کيــلويي ډبې او نور بېلابېل چاودېدونکي توکي نيول شوي وو، چې وروسته بيا د بهرنيو ځواکونو لخوا له منځه يوړل شول.
په خبر پاڼه كې دا نه دي ويل، شوي، چې په تړاو يې كم كس نيول شوى، كه نه او نه هم چا د دغو چاودېدونكو توكو د ځاى پرځاى كولو پړه پر غاړه اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


