د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه ټانګ د ماين چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا، ټانګ يې له منځه وړى او پکې ناستو بهرنيو سرتېرو ته يې په ناڅرګنده کچه مرګ، ژوبله اړولې.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه ټانګ د ماين چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا، ټانګ يې له منځه وړى او پکې ناستو بهرنيو سرتېرو ته يې په ناڅرګنده کچه مرګ، ژوبله اړولې.
د خوګياڼو ولسوال ملک حسن وايي، پېښه يې د ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې پرون شاوخوا دوه بجې هغه مهال شوې، چې پر ټانګ د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.
ولسوال په پېښه کې د ټانګ د له منځه تلو ترڅنګ بهرنيو ځواکونو ته مرګ، ژوبله هم مني، خو له کره شمېره يې ناخبري ښيي.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې سره مو په دې اړه اړيکه ونه شوه، خو د دغو ځواکونو مطبوعاتي ادارې له کابله په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پرون يې د افغانستان په ختيز کې يو سرتېرى د ماين چاودنې پرمهال وژل شوى.
دغو ځواکونو د پېښې ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى ښودلى، خو کليد ته د پرون ورځې اوږدو کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ د ماين چاودنې دعوه همدا د خوګياڼو په اړه ده او ګومان کېږي، چې دغه سرتېرى به په همدې پېښه کې وژل شوى وي.
وړمه ورځ دغو ځواکونو په ختيځ کې د مخامخې جګړې پر مهال هم د خپلو دوو سرتېرو وژل کېدل منلي وو، چې د اوس په شان يې کره سيمه نه وه ښودل شوې، خو د کليد د معلوماتو له مخې دا پېښه د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې شوې وه او درې وسله وال طالبان هم پکې وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


