ads

بادغيس كې بمي چاودنې نهه تنه ملكي وګړي ټپيان كړل

د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د دغه ولايت امنيه قومندانۍ ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا، يو او د عيني شاهدانو په وينا، شپږ ملكي وګړي په كې ټپيان شول. د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د دغه ولايت امنيه قومندانۍ ته څېرمه بمي چاودنه شوې، […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1389

د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د دغه ولايت امنيه قومندانۍ ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې د چارواكو په وينا، يو او د عيني شاهدانو په وينا، شپږ ملكي وګړي په كې ټپيان شول.

د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د دغه ولايت امنيه قومندانۍ ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د يوه ماشوم او يوې مېرمنې په شمول ۹ ملكي وګړي ټپيان شول.

دغه چاودنه نن سهار نږدې ۸ بجې او ۴۵ دقيقې د بادغيس امنيه قومندانۍ ته څېرمه په يوه پارك شوي موټرسايكل كې رامنځته شوه.

د بادغيس د والي وياند حاجي شرف الدين كليد ته وويل، چې په دغه بريد كې ۹ ملكي وګړى ټپيان شوى، چې په سيمه ييز روغتون كې تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د نوموړي په وينا، د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل، چې چادونې كې نظامي موټرې په نښه كړي، خو په دې كار كې پاتې راغله او له كبله يې بې ګناه ولسي وګړي ټپيان شول.

عيني شاهدانو كليد ته وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې له سيمې څخه د ملي پوليسو يو رېنجر موټر د تېرېدو په حال كې و، چې په وينا يې، چاودنې پر مرګ ژوبلې سربېره په سيمه كې د كورنو او دوكانونو ښيښې هم ماتې كړې.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او ادعا يې كړې، دولتي غاړې ته يې پكې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA