ads

امريكا: د اسرائيلو اعلان مايوسوونكى وو

ملګرو ملتونو او امريكا د اسرائيلو پر هغه اعلان، چې له مخې يې غواړي په يروشيلم كې نورې يهودي ودانۍ جوړې كړي اندېښه څرګنده كړه. امريكا ويلي، چې دا اعلان مايوسوونكى و او له كبله به يې فلسط       ملګرو ملتونو او امريكا د اسرائيلو پر هغه اعلان، چې له مخې يې غواړي […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1389

ملګرو ملتونو او امريكا د اسرائيلو پر هغه اعلان، چې له مخې يې غواړي په يروشيلم كې نورې يهودي ودانۍ جوړې كړي اندېښه څرګنده كړه. امريكا ويلي، چې دا اعلان مايوسوونكى و او له كبله به يې فلسط

 

 

 

ملګرو ملتونو او امريكا د اسرائيلو پر هغه اعلان، چې له مخې يې غواړي په يروشيلم كې نورې يهودي ودانۍ جوړې كړي اندېښه څرګنده كړه.

امريكا ويلي، چې دا اعلان مايوسوونكى و او له كبله به يې فلسطينيانو سره پر روانو خبرو بدې اغېزې پرېوزي.

د ملكرو ملتونو سر منشي بانكي مون د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتنياهو ته ويلي، چې دغه مسئله په منځني ختيځ كې د سولې د مذاكراتو د بيا پيلېدو لپاره ډېره مهمه ده.

اسرائيلو څو ورځې وړاندې په ختيځ يروشيلم كې د ۱۳۰۰ نورو ودانيو د جوړولو اعلان كړى و.

د نړيوالو قوانينو له مخې په نيول شويو فلسطيني سيمو كې د يهودي كليو جوړول ناقانونه كار دى او له همدې امله د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ د سولې خبرې په ټيه ودرېدې.

د اسرائيلي حكومت لخوا دا اعلان په داسې وخت كې وشو، چې د اسرائيلو صدر اعظم د امريكا په سفر بوخت دى.

فلسطيني چارواكو ويلي، چې د اسرائيلو لخوا د دغه كار اعلان  د دوى ترمنځ د سولې د خبرو د له منځه وړلو هڅه ده.

فرانسوي خبري اژانس اى ايف پى د سولې د دغو خبرو اترو د فلسطيني چارواكي صائب عريقات له خولې ليكلي، چې ده فكر كاوه، نتن ياهو به امريكا ته له تګ وروسته په يروشيليم كې د نيويو ودانيو كار بند او د خبرو اترو سلسله به پر مخ يوسي، خو اوس روښانه شوه، چې اسرائيلو د دغه خبرو د له منځه وړلو لپاره ملا تړلې.

د اسرائيلو د كورنيو چارو وزارت په اعلان كې ويلي وو، چې ۱۰۰۰ نوي ښارګوټي به په يروشيلم كې او ۳۰۰ نور به بيت لحم ته څېرمه په رموت كې جوړ كړي.

له ۱۹۶۷ ميلادي كال راهيسې اسرائيلو د ختيځ يروشيلم له لاندې كولو وروسته تر اوسه په دغه سيمه كې ۵ يهودي ښارګوټي ودان كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA