ads

وحيد عمر د مالديف په غونډه كې د افغان دولت شتون رد كړ

د جمهور رئيس وياند د مالديف په غونډه كې د افغان دولت د  شتون له رد بيره راتلونكي ژمي لپاره  د افغان حكومت له تياريو څخه خبر وركړ. د جمهور رئيس وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې د مالديف   د جمهور رئيس وياند د مالديف په […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1389

د جمهور رئيس وياند د مالديف په غونډه كې د افغان دولت د  شتون له رد بيره راتلونكي ژمي لپاره  د افغان حكومت له تياريو څخه خبر وركړ. د جمهور رئيس وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې د مالديف

 

د جمهور رئيس وياند د مالديف په غونډه كې د افغان دولت د  شتون له رد بيره راتلونكي ژمي لپاره  د افغان حكومت له تياريو څخه خبر وركړ.

د جمهور رئيس وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې د مالديف د هغې غونډې په اړه، چې ويل كيږي د افغان دولت د وسله والو مخالفينو، حزب اسلامي او د ولسي جرګې د غړو په ګډون جوړه شوې د افغان حكومت لخوا په نوموړه غونډه كې د حكومت د استازو شتون په كلكه رد كړ او په وينايې، چې دا شان غوڼدې بې گټې او بې پايلې دي.

د وحيدعمر په خبره، افغان حكومت راتلونكي ژمي لپاره د وزيرانو په شورا كې اړوندو وزارتونو ته لارښوونه كړې، ترڅو د ژمي لپاره د خوراكي توكو، سون موادو او د لويو لارو د بنديو څخه وړاندې لازم اقدامات او تياري ونيسي.

وحيدعمر همدا راز وويل، چې د بهرنيو چارو وزارت ته لارښونه شوې ترڅو په بهركې له مېشتو افغان محصلينو سره د سفارتونو له لارې ستونزې حل كړي او له دوه ګونى چلند پرته دې اړوندې اسانتياوې  ورته برابرې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA