ads

هلمند کې چاودنې ۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د هلمند ولايت په لښكرګاه ښار كې نن نږدې يوه نيمه بجه بمي چاودنې شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ ملكي وګړ ته مرګ ژوبله واوښته. د هملند ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين شيرزي د پېښې پلخى   د هلمند ولايت په لښكرګاه ښار كې نن نږدې يوه نيمه […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1389

د هلمند ولايت په لښكرګاه ښار كې نن نږدې يوه نيمه بجه بمي چاودنې شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ ملكي وګړ ته مرګ ژوبله واوښته. د هملند ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين شيرزي د پېښې پلخى

 

د هلمند ولايت په لښكرګاه ښار كې نن نږدې يوه نيمه بجه بمي چاودنې شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ ملكي وګړ ته مرګ ژوبله واوښته.

د هملند ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين شيرزي د پېښې پلخى كړى او ويلې يې دي، چې چاودنه د لښکرګاه ښار سولې څلور لارې ته څېرمه د دارالمعلمينو د ودانۍ  په څنګ کې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ كې يې يو تن سپين ږيرى مړ او څلور نور ملکي کسان ژوبل شول.

هغه وايي، په دغه لاره د پوليسو رېنجر موټر تېرېدونکې و، چې د ريمونټ کنټرول په وسيله چاودنه تر سره شوه.

سمونوال شيرزي زياته کړه، چې چاودېدونکي توکې د سړک د غاړې  په يوې لاسي كراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د امنيت امر د چاودنې موخه د بهرنيانو کاروان په ګوته کړ، چې هغه هم څو شېبې وړاندې له سيمې تېر شوى و.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د لښکر ګاه  په يوه بله سيمه بشران کې د يوې چادونې له کبله پنځه تنه مړه او شپږ نور يې ټپيان شوي وو.

د دغو چاودنو په اړه تر دې دمه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA