ads

ننګرهار كې د سرحدي پوليسو پر موټر بمي چاودنه

د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره نن د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې، چې چارواکي وايي کوم ځاني او مالي زيان نه لري. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور له   د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره نن د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1389

د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره نن د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې، چې چارواکي وايي کوم ځاني او مالي زيان نه لري. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور له

 

د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره نن د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې، چې چارواکي وايي کوم ځاني او مالي زيان نه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور له نورو جزياتو پرته وايي، چې چاودنه په باريکو سيمه کې د سرحدي پوليسو د يوه موټر د تېريدو پرمهال شوې، خو کوم مالي او ځاني زيان يې نه دى اړولى.

د پېښې په اړه مو د سرحدي پوليسو چارواکو سره هم د خبرو هڅه وکړه، چې د نه حاضرېدو له امله يې پاتې راغلو.

د دې چاودنې مسؤليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته پرغاړه واخېست او ويې ويل، چې يو پوليس يې پکې وژلى او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

طالب وياند دغه راز په يوه بله دعوه کې کليد ته له وخت ښودنې پرته وويل، چې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې يې د پوليسو يو رېنجر موټر پر ماين الوزولى او څلور پوليس يې په كې وژلي.

د خوګياڼو ولسوال ملک حسن او د ننګرهار امنيې قومندانۍ وياند بيا دغه دعوه ناسمه  ګڼي او وايي دلته کومه پېښه نه ده شوې.

د تورخم – جلال اباد لويه لاره، چې د ننګرهار څو ولسوالۍ يې په اوږدو کې پرتې دي، له څه وخته پکې د ناامنۍ ځينې پېښې ليدل کېږي، چې ښايي دلته تازه پېښې وګڼل شي.

د دې لارې په اوږدو کې پرتې ولسوالۍ پاکستان  ته نېږدې دي او د ننګرهار له ډېرو امنيت لرونکو سيمو ګڼل کېږي.

دا، چې اوس ولې له دې ځايه د يوې، نېمې پېښې خبر ورکول کېږي، جوته نه ده؟

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA