ads

كونړ كې د ګډو ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

د کونړ  په اسمار ولسوالۍ کې پرون درسته ورځ د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې، چې وسله وال طالبان د بهرنيو د مرګ، ژوبلې د دعوې ترڅنګ پکې د خپلو درېيو ملګرو وژل کېدل هم مني. د کونړ  په اسمار ولسوالۍ کې پرون درسته ورځ د وسله والو طالبانو او بهرنيو […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1389

د کونړ  په اسمار ولسوالۍ کې پرون درسته ورځ د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې، چې وسله وال طالبان د بهرنيو د مرګ، ژوبلې د دعوې ترڅنګ پکې د خپلو درېيو ملګرو وژل کېدل هم مني.

د کونړ  په اسمار ولسوالۍ کې پرون درسته ورځ د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې، چې وسله وال طالبان د بهرنيو د مرګ، ژوبلې د دعوې ترڅنګ پکې د خپلو درېيو ملګرو وژل کېدل هم مني.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې جګړه په جبتو او بارو سيمو کې په مخامخ ډول شوې، چې له دوى څخه پکې درې تنه او له بهرنيو ځواکونو څخه پکې نهه تنه وژل شوي.

په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي اداره د طالبانو دغه دعوه ردوي او وايي، په کونړ کې د جګړې او مرګ، ژوبلې کومه پېښه نه لري.

دغه اداره د ختيځ د نورو ځايي چارواکو په شان اکثره وخت د بهرنيو ځواکونو د رامنځته شويو مرګ، ژوبلو په اړه  ناخبري ښيي.

په کابل کې بيا د ناټو ځواکونو مطبوعاتي ادارې پرون ماښام په يوه خبرپاڼه کې له کره ځاى ښودنې پرته ويلي وو، چې دوه سرتېري يې د افغانستان په ختيځ کې د دولت د وسله والو مخالفينو د  مخامخ بريد پر مهال  وژل شوي.

دې ادارې که څه هم کونړ د سرتېرو د وژل کېدو سيمه  نه ده ګڼلې، خو ډېر ګومان دا دى، چې ښايي دا سرتېري همدا د اسمار جګړه کې، چې د کونړ ځايي چارواکي او د ايساف ځايي اداره يې نه مني، وژل شوي وي.

د اسمار د جګړې پخلى د دې ولسوالۍ يو شمېر استوګنو کليد ته وکړ او ويې ويل، چې جګړه په دوه،درېيو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د هغو عملياتو په ترڅ کې په وقفه يي ډول شوې، چې افغان ځواکونه هم پکې مله دي.

په ختيځ کې د افغان ملي اردو چارواکو سره مو هم په دې اړه د خبرو هڅه وکړه، چې د نه حاضريدو له امله يې په نظر اخېستو کې پاتې راغلو.

کونړ څومره،  چې د هېواد ختيځ کې پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو لويه سيمه ګڼل کېږي،همدومره د ايساف مطبوعاتي اداره او ځايي چارواکي پکې دا پېښې نه مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA