ځايي چارواكو ويلي، چې د عراق په كربلا ښار كې د موټر بم چاودنې له كبله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او لسګونو نور ټپيان شول. د چارواكو په وينا، دغه چاودنه د كربلا ښار په جنوبي سيمه كې شوې.
ځايي چارواكو ويلي، چې د عراق په كربلا ښار كې د موټر بم چاودنې له كبله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او لسګونو نور ټپيان شول.
د چارواكو په وينا، دغه چاودنه د كربلا ښار په جنوبي سيمه كې شوې.
كربلا د شيعه مسلمانانو لپاره يوه سپېڅلې سيمه ده، چې ډېرى وخت ورته له كاونډي ايران څخه زيارت كوونكي ورځي او د دغې چاودنې پر مهال هم په سيمه كې ايراني زيارت كوونكو شتون درلود.
د كربلا يوه چارواكي محمد الموساوى رسنو ته ويلي، چې بريد كې ايراني زيارت كوونكي په نښه شوي وو.
په تېره اونۍ كې هم د عراق په مركز بغداد كې يو پر بل پسې شويو څو چاودنو كې شيعه مېشتې سيمې په نښه شوې وې، چې په ترڅ كې يې لسګونه كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تر دې دوه ورځې وړاندې بغداد كې په يوه كليسا كې د يرغمل شويو كسانو د خلاصون ۵۲ تنه وژل شوي وو.
دغه كسان د يرغمل كوونكو او امنيتي سرتېرو په ډزو وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


