ads

د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۹ تنه ووژل شول

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مركز ميرانشاه كې كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو دوو بېلابېلو بريدونو كې ۹ تنه ووژل شول. يوه پاكستاني استخباراتي چارواكي رسنيو ته د نوم د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مركز ميرانشاه كې كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو دوو بېلابېلو بريدونو […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1389

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مركز ميرانشاه كې كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو دوو بېلابېلو بريدونو كې ۹ تنه ووژل شول. يوه پاكستاني استخباراتي چارواكي رسنيو ته د نوم

د پاكستان د قبايلي سيمې شمالي وزيريستان په مركز ميرانشاه كې كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو دوو بېلابېلو بريدونو كې ۹ تنه ووژل شول.
يوه پاكستاني استخباراتي چارواكي رسنيو ته د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي، چې لومړى بريد د ميرانشاه شمال ته په غلام خان كلي كې شوى، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه ووژل شول.
د دغه چارواكوي په وينا، يو ساعت وروسته بل بريد د ميرانشاه په دته خېلو سيمه كې وشو، چې په دې بريد كې يو موټر په نښه شوى و او په ترڅ كې يې ۹ تنه ووژل شول.
شمالي وزيريستان د افغانستان پولې ته څېرمه پرته غرنۍ سيمه ده، چې د القاعدې او حقاني ډلې غښتلى مركز بلل كېږي.
د دولتي شمېرو له مخې په روان كال كې په شمالي او جنوبي وزيريستان د امريكا د بې پيلوټه الوتكو ۷۰ بريدونه شوي، چې له كبله يې تر ۲۰۰ زيات كسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA