ads

امريكا په اسيا كې نظامي شتون غواړي

د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي، چې امريكا په اسيا كې د خپلو پوځيانو د شتون په لټه كې ده. نوموړي دغه څرګندونې په استراليا كې د امنيتي مسايلو په اړه د مذاكراتو پر مهال وكړې او زياته يې كړه   د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي، چې امريكا په اسيا […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1389

د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي، چې امريكا په اسيا كې د خپلو پوځيانو د شتون په لټه كې ده. نوموړي دغه څرګندونې په استراليا كې د امنيتي مسايلو په اړه د مذاكراتو پر مهال وكړې او زياته يې كړه

 

د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي، چې امريكا په اسيا كې د خپلو پوځيانو د شتون په لټه كې ده.

نوموړي دغه څرګندونې په استراليا كې د امنيتي مسايلو په اړه د مذاكراتو پر مهال وكړې او زياته يې كړه، چې د دواړو هېوادونو اړيكې په جنوبي اسيا كې د امريكا د رول په غښتلي كولو كې مرسته كولاى شي.

ګېټس، زياته كړه، چې په سيمه كې د امريكا هدف د چين د لا مخ په ودې اغېز مخه نيول نه دى.

نوموړي وويل، چې امريكا په سيمه كې د نورو پوځي اډو جوړولو اراده نه لري، خو ده د مزايلو د دفاعي سيستم او فضايي اندېښنو په څېر موضوعاتو كې د ډېرې همكارۍ هيله څرګنده كړه.

په سيمه كې اوس وخت داسې اوازې خورې شوي، چې چين د روان كال په لومړيو كې يوه نقشه خپره كړې، چې په كې دغه هېواد د جنوبي چين سمندري سيمې خپلې ښوولې وې.

ګېټس زياته كړه، چې دا يوازې له چين سره نه بلكې له پاتې ټولې اسيا سره د دوى د اړيكو خبره ده.

د امريكا د دفاع وزارت يوه پخواني چارواكي رسنيو ته ويلي وو، پنټاګون غواړي، چې امريكايي پوځيان نه يوازې په لرې ختيځ بلكې په جنوب ختيزې اسيا او هند سمندر هم څار ولري.

په دې غونډه كې د استراليا صدراعظم جوليا ګلارډ ويلي، چې هرڅوك تمه لري، چې چين په سيمه ييزې مرستې كې مهم رول تر سره كړي.

بله خوا د استراليا د دفاع وزير سټيون سمت ويلي، چې دوى له چين سره ښكاره او په ځانګړي توګه په خبرو كې دا موضوع روښانه كړې، چې هغه هېواد بايد خپلې پوځي هڅې په شفاف او روښانه ډول ترسره كړي.

د يادونې وړ ده، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلېنټن هم د استراليا په سفر بوخته ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA