د پکتیکا ولایت د سرې میاشتې د ریاست له لوري د دې ولایت د محبس پر زندانیانو ژمنۍ جامې او نور اړين توكي ووېشل شول. دا مرستې، چې د سرې میاشتې او سره صلیب له لوري برابرې شوې وې په
د پکتیکا ولایت د سرې میاشتې د ریاست له لوري د دې ولایت د محبس پر زندانیانو ژمنۍ جامې او نور اړين توكي ووېشل شول.
دا مرستې، چې د سرې میاشتې او سره صلیب له لوري برابرې شوې وې په کې د ژمي ګرمې جامې، صابون، کمپلې او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
د سرې میاشتي رئیس سیدشاه په دې اړه کلید ته وویل، چې سره میاشت او سره صلیب نړیواله کمیټه هرکال د نورو اړو خلكو په شان له ټولو محبسونو سره مرسته كوي.
د دغه محبس امر جو محمد ځاځي د سرې میاشتې او سره صلیب له لورې له بندیانوسره په شوې مرسته خوښي څرګنده كړه او ویې ویل، چې دوى له ټولو بندیانو سره ښه سلوک کوي.
نوموړي د محبس د ودانۍ له نه شتون څخه شکایت وکړ او زياته يې كړه، چې دغه كور يې په كرايې نيولى دى.
كه څه هم د یاد محبس بنديان د دې مرسته له كبله د محبس له چارواکو خوښ دي، خو له دولته او اړوندو ادارو غوښتنه كوي، چې د دوى دوسيې ژر تر ژره وڅېړي.
دا هغه ستونزه ده، چې د شنونكو په وينا، د هېواد د ډېرى زندانونو بنديان ورسره مخ دي او دولت يې تل پر وړاندې پاتې راغلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


