ads

وسله ولو د كندهار محبس يو تن کارکوونکى وواژه

په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو په غلچكي بريد كې د کندهار لوى محبس يو تن كاركوونكى غلام حبيب په ډزو سره و واژه. پر نوموړي نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې د کندهار ښ       په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو په غلچكي بريد كې د کندهار لوى محبس […]

نویسنده: TKG
16 لړم 1389

په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو په غلچكي بريد كې د کندهار لوى محبس يو تن كاركوونكى غلام حبيب په ډزو سره و واژه. پر نوموړي نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې د کندهار ښ

 

 

 

په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو په غلچكي بريد كې د کندهار لوى محبس يو تن كاركوونكى غلام حبيب په ډزو سره و واژه.

پر نوموړي نن له غرمې مخكې شاوخوا يوولس بجې د کندهار ښار په  دويمه حوزه کې د اخوند صاحب جامع جومات ته څېرمه نامعلومو کسانو بريد كړى و.

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي د پېښي پخلى کوي او وايي، چې وسله والو برېد كوونكو له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي، خو پوليس يې په پلټنې بوخت دي.

تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيتسې او نه هم د كندهار امنيتي چارواكو په دې اړه څه ويلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پنجشنبې په ورځ هم نا معلومو وسله والو د پوهنې رياست د سواد زده كړې مديريت مرستيال عبدالله خان د كندهار ښار اړوند د برېښنا كوټ په سيمه كي په ډزو سره وژلى و.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA