وروسته تر هغې، چې افغان جمهور رئيس حامد کرزي پرون د سولې بهير سره د خپلو وسله والو مخالفينو په يو ځاى کېدو کې د پرمختګ خبر ورکړ، په دې بهير کې د مهم منځګړي
وروسته تر هغې، چې افغان جمهور رئيس حامد کرزي پرون د سولې بهير سره د خپلو وسله والو مخالفينو په يو ځاى کېدو کې د پرمختګ خبر ورکړ، په دې بهير کې د مهم منځګړي هېواد سعودي عربيستان د بهرنيو چارو وزير خبردارى ورکړ، چې که وسله وال طالبان له القاعدې ډلې سره اړيکې ختمې نه کړي، د سولې منځګړتوب به ونه کړي.
وزير سعود الفيصل دا خبردارى په داسې حال کې ورکړى، چې تېره مياشت د افغانستان د سولې عالي شورا هم د افغان حکومت په شان له سعودي عربستان څخه وغوښتل، چې د سولې بهير کې دې د افغان دولت او وسله والو طالبانو منځګړى شي.
سعودي عربستان، چې القاعده ډله يې تر ډېره د وګړو لخوا رامنځته شوې او سمبالېدونکې ده، د دغې ډلې پر فعاليتونو يې خپله خاوره کې بنديزونه لګولي او د مشر اسامه بن لادن او نورو نيونه يې له خپلو لومړنيو هڅو ګڼلې.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير د جمهور رئيس كرزي د هغې غوښتې په ځواب كې ، چې د افغانستان په سوله ييز بهير کې دې منځګړتوب و کړې، په دې شرط رد كړې،چې طالبان دې له القاعدې څخه واټن واخلي.
سعودي عربستان پر افغانستان د شوروي ټلوالې له يرغل راهيسې د د دغه هېواد په مذهبي کړيو کې ډېر اغېز موندلى.
دغه هېواد هماغه د شوروي ټلوالې پر وړاندې د افغان جهاد مالي او پوځي ملاتړ کړى.
له القاعدې څخه د لاس اخېستو شرط له وسله والو طالبانو څخه يوازې د سعودي عربستان غوښتنه نه ده.
وسله وال طالبان، چې پر افغانستان يې د همدې سعودي په ډېر ملاتړ کړې پينځه كلنه واکمني په ښکاره د همدې القاعدې ډلې پرسر له منځه لاړه.
دې ډلې سره د پرېکون غوښتنه ترې په ځلونه، ځلونه لويديزو هېوادونو او افغان حکومت هم کړې، خو طالبانو، چې القاعده يوه ګټوره اسلامپاله ډله ګڼي، تر اوسه د سعودي وروستۍ غوښتنې ته ځواب نه دى ويلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


