د ننګرهار والي د کابل – جلال اباد لارې د ساتنې لپاره د يوې منظمې ډلې د جوړولو او له دې امله د رامنځته کېدونکو ترافيکي ستونزو د حل خبر ورکوي. ګل آغاشېرزي دا خبره نن کليد ته وروسته ترهغې له نورو جز
د ننګرهار والي د کابل – جلال اباد لارې د ساتنې لپاره د يوې منظمې ډلې د جوړولو او له دې امله د رامنځته کېدونکو ترافيکي ستونزو د حل خبر ورکوي.
ګل آغاشېرزي دا خبره نن کليد ته وروسته ترهغې له نورو جزياتو پرته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړه، چې پرون نېږدې ټوله ورځ دغه لاره د ترافيکي ستونزو شاهده وه.
پرونۍ لاربنديز، چې چارواکي يې لامل د سېلابونو راوتل ګڼي، خپله د ننګرهار والي يې هم له امله پردې لويې لارې پرون ساعتونه، ساعتونه په انتظار تېر کړي وو.
دا لاربنديز سره له دې، چې پخوا هم ډېر شوى و، خو والي شېرزى پکې تر ايسارېدو وروسته نن وويل، چې يو پلاوى د دې لپاره ټاکي، چې د دې لارې د خلاص ساتلو هلې، ځلې وکړي.
د ننګرهار والي دا روښانه نه کړه، چې د ده په خبره دا جوړېدونکې لار ساتونکې ډله به د فوايد عامې وزارت په هوکړه او که له هغې پرته به جوړيږي، خو پر دې لاره د يوه وران شوي مهم پول د رغېدو په اړه يې وويل، چې ياد شوي وزارت سره يې په اړه خبرې کړي او تمه ده، چې رغيدل يې ژر پيل شي.
د کابل جلال اباد پر لاره پرونى لاربنديز، چې د وسله والو طالبانو وياند يې لامل کليد ته افغان او ايتلافي ځواکونو سره د دوى د وسله والو جګړه ګڼلې، خو چارواکو دغه خبره نه ده تائيد کړې.
د ننګرهار والي تر دې وړاندې په دوو ځانمرګو بريدونو کې د ننګرهار د بېهسودو د زيانمن شوي پول د سم رغولو ژمنه هم کړې وه، چې تر اوسه لا سم نه دى رغول شوى او تګ، راتګ کوونکي پرې له يو شمېر ستونزو سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


