ads

د كندوز سيمه ييز روغتون ډاكټرانو كاربنديز اعلان كړ

د کندوز ولایت د سيمه ییز روغتون ډاکټرانو له دې امله، چې د دغه ولايت د ملي امنيت د كسانو لخوا وهل شوي او تهديد شوي، د احتجاج په توګه كاربنديز اعلان كړ. د کندوز ولایت د سيمه ییز روغتون ډاکټرانو له دې امله، چې د دغه ولايت د ملي امنيت د كسانو لخوا وهل […]

نویسنده: TKG
16 لړم 1389

د کندوز ولایت د سيمه ییز روغتون ډاکټرانو له دې امله، چې د دغه ولايت د ملي امنيت د كسانو لخوا وهل شوي او تهديد شوي، د احتجاج په توګه كاربنديز اعلان كړ.

د کندوز ولایت د سيمه ییز روغتون ډاکټرانو له دې امله، چې د دغه ولايت د ملي امنيت د كسانو لخوا وهل شوي او تهديد شوي، د احتجاج په توګه كاربنديز اعلان كړ.

د کندوز د سيمه ییز روغتون یو تن ډاکټر اکبرعادل کلید سره په خبرو کی وویل، چې تېره ورځ د ملي امنیت آمر د خپلې درملنې په موخه کسان وراستولي وو، چې د درملنې په خاطر يې يو ډاكټر ورواستوي، دوى يې خبره ومنله او يو ډاكټر يې ور واستاوه، ترڅو د هغه درملنه وكړي.

د عادل په وينا، څو ساعته وروسته يو شمېر وسله وال پر روغتون ورننوتل او شکایت يې کاوه، چې له دوى سره یی پوه ډاکټر نه و لیږلی.

دوى غوښتنه كوله، چې بل ډاکټر ورسره واستوي، خو دا، چې نيمه شپه وه، بل ډاکټر ورسره نه تللو، نو دوى له ډاکترانو سره لاس واچوه، چې په پایله کې يې د داخلې د برخې یو ډاکټر ټپی شو او نور یی سخت تهدید کړل.

د یاد روغتون ډاکټران د روغتون مخی ته راټول شوي او وایي، تر هغی به کار ونه کړي، چې د دې خبرې سپیناوی نه وي شوى.

په دې اړه لا د ملي امنيت چارواكو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA