ads

خوست کې ۷۴ ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

په خوست کې د ګربزو، نصرالدين او بوريخېلو دوو قبيلو په خپله خوښه د ډاياګ پروسې ته ۷۴ بېلا بېلې وسلې، چې پکې لس ميله آر پي جي راكټ، دوه دهشکې، شل ميله پخواني په خوست کې د ګربزو، نصرالدين او بوريخېلو دوو قبيلو په خپله خوښه د ډاياګ پروسې ته ۷۴ بېلا بېلې وسلې، […]

نویسنده: TKG
16 لړم 1389

په خوست کې د ګربزو، نصرالدين او بوريخېلو دوو قبيلو په خپله خوښه د ډاياګ پروسې ته ۷۴ بېلا بېلې وسلې، چې پکې لس ميله آر پي جي راكټ، دوه دهشکې، شل ميله پخواني

په خوست کې د ګربزو، نصرالدين او بوريخېلو دوو قبيلو په خپله خوښه د ډاياګ پروسې ته ۷۴ بېلا بېلې وسلې، چې پکې لس ميله آر پي جي راكټ، دوه دهشکې، شل ميله پخواني توپکونه او نهه ويشت ميله کلاشنکفونه شامل وو وسپارلې.

يادو قومونو، چې له تېرو اته لسيزو راپدېخوا يې تر منځ د ځمکې پر سر شخړه وه اوس يې ستونزه، حل او تر منځ يې روغه جوړه وشوه.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي خوښي څرګنده، كړه، خلكو د جنګ پر ځای سولې ته مخه كړه او خپلې وسلې په خپله خوښه دولت ته سپاري.

نعيمي له نورو قومونو او خلكو هم وغوښتل، چې د دوى پر پل پل كېږدي او د ټوپک پر ځای قلم په ګوتو کې واخلي.

د قومونو ترمنځ دا ډول ډېرى شخړې پر دولتي ځايونو وي او دولت لا تراوسه په دې نه و توانېدلى، چې د خپل ملکيت د پوښتنې تر څنګ د دوی شخړې هم هوارې کړي.

د يادولو ده، چې له دې وړاندې د خوست امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې له شمل او ګربزو څخه، چې په ورته شخړه کې سره د وژنې په موخه مورچو کې ناست وو شاوخوا دېرش ميله وسله نيولې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA