د هېواد د نورو سيمو په شان په ختيځ زون کې هم نن د پوليو ناروغۍ پر وړاندې د واكسينو درې ورځينى کمپاين پيل شو. د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر باز محمد شېرزاد وايي، په دغه کمپاين کې شاوخوا ۷۲۰ زره ماشومانو ته، چې تر پينځو
د هېواد د نورو سيمو په شان په ختيځ زون کې هم نن د پوليو ناروغۍ پر وړاندې د واكسينو درې ورځينى کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر باز محمد شېرزاد وايي، په دغه کمپاين کې شاوخوا ۷۲۰ زره ماشومانو ته، چې تر پينځو کلونو کم عمر ولري،د دغه واکسين دوه څاڅکي او ۶۰۰ زره هغو ماشومانو ته، چې ترشپږو مياشتو کم عمرونه ولري،د ويټامين اى کپسولونه ورکول کېږي.
شېرزاد دغه راز وويل، چې په دغه کمپاين کې شاوخوا څلور نېم زره کسان په کار بوخت دي او د ختيځ د څلور واړو ولايتونو په ټولو سيمو کې به د پوليو پر ضد خپلې روغتيايي هڅې تر سره كړي.
د ننګرهار روغتيا رئيس همدا شان وويل، چې په ختيځ کې د پوليو يوه شکمنه پېښه موجوده ده.
د واکسينو دا کمپاين په داسې حال کې پيل شوى، چې د پخوانيو دې کمپاينونو په اړه د ختيځ د يو شمېر ناامنو سيمو په ځانګړې توګه د نورستان او کونړ د ځينو ولسواليو استوګنو په نيوکې سره ويلي وو، چې ماشومان يې له دې روغتيايي اسانتيا نه دې برخمن شوي.
خو د ننګرهار روغتيا رئيس دا خبره ردوي او وايي، چې ټولو سيمو کې دا کمپاين پلى شوى او ترې وروسته څارونکي پلاوي د دغه کار څارنه کړې.
په افغانستان کې د روغتيايي چارواکو په خبره د پوليو نولس پېښې ثبتې شوي، چې ډېرى يې د هېواد په ناامنو جنوبي سيمو کې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


