ads

جنوبي حوزه کې د ګوزڼ پر وړاندې کمپاین پیل شو

د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د واكسينو د رې ورځنی کمپاین، چې  په ترڅ کې به يې د جنوبي حوزې په څلورو واړو ولایتونو کې يو اعشاريه درې مليونه کوچنیان، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي واکسین شي. د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د واكسينو د رې ورځنی کمپاین، چې  په […]

نویسنده: TKG
16 لړم 1389

د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د واكسينو د رې ورځنی کمپاین، چې  په ترڅ کې به يې د جنوبي حوزې په څلورو واړو ولایتونو کې يو اعشاريه درې مليونه کوچنیان، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي واکسین شي.

د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د واكسينو د رې ورځنی کمپاین، چې  په ترڅ کې به يې د جنوبي حوزې په څلورو واړو ولایتونو کې يو اعشاريه درې مليونه کوچنیان، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي واکسین شي.

د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبد القیوم پخلا وویل، چې د دې پروسې د پلي كولو لپاره يې د حوزې په كچه لس زره رضا كاره په دندو ګمارلي، چې ورته يې د واكسين كولو مسلكي زده كړې هم وركړي دي.

دغه راز هغه وویل، چې په ورته وخت کې یې هغه کوچنیانو ته، چې عمرونه یې د شپږو مياشتو څخه تر پنځو کلونو کم وي د وېټامين A كپسول ،چې د كوچني د بدن په غښتلتيا او د ناروغيو پر وړاندې يې مقاومت زياتوي هم وركول كېږي.

نوموړي ومنله، چي په ځينو ناامنو ولسواليو كې ورڅخه يو شمېر سيمې پاتې شوي، خو په وينا يې، هڅه به وكړي، چې ياده پروسه د ناامنو ولسواليو په ټولو سيمو كې پلې كړي.

د یادونې وړ ده، چې په جنوبي حوزه كې د پوليو پنځلس پېښي، چې څلور يې په ژړۍ، درې يې په شاوليكوټ، يوه په ميوند، يوه په كندهار ښار، پنځه يې په هلمند او یوه پېښه هم په زابل ولایت کی ثبت شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA