ads

هرات كې د بمي چاودنې له كبله ۲ ايټاليوي سرتيري ټپيان شول

د هرات ولايت په جنوب كې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله ۲ ايټاليوي سرتيري ټپيان شول. د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال لعل محمد كليد ته وويل، چې پېښه هغه مهال تېر ماښام د دې ولسوالۍ   د هرات ولايت په جنوب كې د يوه ځاى پر ځاى شوي […]

نویسنده: TKG
15 لړم 1389

د هرات ولايت په جنوب كې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله ۲ ايټاليوي سرتيري ټپيان شول. د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال لعل محمد كليد ته وويل، چې پېښه هغه مهال تېر ماښام د دې ولسوالۍ

 

د هرات ولايت په جنوب كې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له كبله ۲ ايټاليوي سرتيري ټپيان شول.

د هرات ولايت د شينډنډ ولسوال لعل محمد كليد ته وويل، چې پېښه هغه مهال تېر ماښام د دې ولسوالۍ په زېر كوه كلي رامنځته شوه، چې دغه سرتېري په سيمه كې په ګزمه بوخت وو.

د نوموړي په وينا، پېښه كې د ټپي شويو سرتېرو روغتيايي حالت ښه دى.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو اخيستې او په اړه يې د همدې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې په پېښه كې يې ۴ ايټاليوي سرتيري وژلي دي.

په لويديځ كې مېشتو ايساف ځواكونو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ كې هم ۴ ايټاليوي سرتيري د سړك د غاړې د ماين په يوې چاودنې كې وژل شوي وو.

ايټاليا په افغانستان كې شاوخوا ۳۰۰۰ سرتيري لري، چې ډېرى هغه يې د هېواد په لويديځ كې مېشت دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA