ads

هرات كې ترافيكي پېښو ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځايي چارواكو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ترافيكي پېښو له كبله ۳۲ تنو ته د مرګ ژوبلې خبر وركړ. د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون د عاجل واټ ډاكټران وايي، چې په دغو ترافيكې پېښو كې وژل ش ځايي چارواكو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ترافيكي پېښو له كبله ۳۲ تنو ته […]

نویسنده: TKG
15 لړم 1389

ځايي چارواكو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ترافيكي پېښو له كبله ۳۲ تنو ته د مرګ ژوبلې خبر وركړ. د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون د عاجل واټ ډاكټران وايي، چې په دغو ترافيكې پېښو كې وژل ش

ځايي چارواكو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ترافيكي پېښو له كبله ۳۲ تنو ته د مرګ ژوبلې خبر وركړ.
د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون د عاجل واټ ډاكټران وايي، چې په دغو ترافيكې پېښو كې وژل شوي كسان ښځې دي او ټيان ځوانان دي، چې عمرونه يې له ۱۵ تر ۲۵ كالونو پورې دي.
د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون د عاجل واټ مسؤل بركت الله محمدي كليد ته وويل، چې هره ورځ دوى ته د ورته پېښو له كبله تر ۲۰ زيات ټپيان وروړل كېږي.
د نوموړي په وينا، د دغه ټپيانو ډېرى برخه هغه كسان جوړوي، چې د موټر سايكلو په ترافيكي پېښو كې ورته ټپيونه اوښتي وي.
شنونكي، د چلوونكو لخواد ترافيكي قوانينو نه مراعتول، د سړكونو خرابوالى او په دغه ولايت كې د ترافيكي پوليسو كمښت د دې لامل بولي، چې ورته پېښې رامنځته شي.

يو شمېر كسان بيا په دې ا ند دي، چې كه د ترافيكي پېښو مجرمينو ته سزا ور نه كړل شي، نو د دغه راز پېښو له كبله به هره ورځ يو شمېر هېواد والو ته مرګ ژوبله اوړي.
په هرات كې د ترافيكو چارواكو ادعا كړې، چې په روان كال كې يې د څو تنو هغه كسانو دوسيې يې محكمې ته وړاندې، چې په ترافيكي جرمونو كې يې لاس لاره.

په همدې حال كې د هرات ولايت د محكمې چارواكو هم منلې، چې په دې وروستۍ مياشت كې يې د ترافيكي پېښو ۲۰ مجرمينو ته سزا اورولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA