په لغمان کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نن مخامخه جګړه شوې، چې درېيو وسله والو طالبانو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې او دولتي غاړه پکې خپل تلفات نه مني.
په لغمان کې د دولت پلوو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نن مخامخه جګړه شوې، چې درېيو وسله والو طالبانو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې او دولتي غاړه پکې خپل تلفات نه مني.
د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي، نښته نن سهار هغه مهال وشوه، چې افغان او ايتلافي ځواکونه د پخوانيو معلوماتو پربنسټ د دولت شاه ولسوالۍ په زرکمر سيمه کې د يو شمېر غلو پر وړاندې عملياتو پسې ورغلل.
همدرد، چې دغه غله وسله وال طالبان بولي، وايي په نښته کې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي، خو نه وايي چې ټپيان او مړي اوس چېرته دي؟
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته ومنله، چې په زرکمر کې يې ملګرو دولت پلوو ځواکونو سره مخامخه جګړه کړې او د يوه طالب د وژل کېدو ترڅنګ پکې دوه نور ټپيان شوي دي.
مجاهد ورسره په جګړه ښکېل ځواکونه يوازې بهرنيان ګڼي او وايي دوى يې هم شپږ تنه وژلي.
بلخوا د بل ختيځ ولايت نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې پرامريکايي مرکز وسله والو طالبانو توغنديز بريد کړى، چې د دوى په وينا، څو تنه يې وژلي او د نورګرام د ولسوال امرالله په وينا، کوم زيان نه لري.
په دې اړه لا ختيځ كې مېشتو بهرنيو سرتېرو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


