ads

كراچۍ كې د الوتكې د راغورځېدو له كبله ۲۱ تنه ووژل شول

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې د پاكستان په كراچۍ ښار كې د ګازو د كمپنۍ يوې وړې الوتكې د راغورځېدو له كبله ۲۱ تنه ووژل شول. د چارواكو په وينا، په الوتكه كې ۱۶ مسافر، د الوتكې   ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې د پاكستان په كراچۍ ښار كې د ګازو د كمپنۍ […]

نویسنده: TKG
15 لړم 1389

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې د پاكستان په كراچۍ ښار كې د ګازو د كمپنۍ يوې وړې الوتكې د راغورځېدو له كبله ۲۱ تنه ووژل شول. د چارواكو په وينا، په الوتكه كې ۱۶ مسافر، د الوتكې

 

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې د پاكستان په كراچۍ ښار كې د ګازو د كمپنۍ يوې وړې الوتكې د راغورځېدو له كبله ۲۱ تنه ووژل شول.

د چارواكو په وينا، په الوتكه كې ۱۶ مسافر، د الوتكې دوه كاركوونكي، د هوايي ډګر يو امنيتي سرتېرى او يو تخنيكي تن سپاره وو.

د دوى په وينا، كله چې الوتكې په ۷بجې او ۱۳ دقيقې  پرواز وكړ، نو سمدستي پيلوټ هوايي ډګر ته خبر وركړ، چې د الوتكې په انجن كې څه خرابي ده او كار نه كوي، چې د همدې كبله ورته د ناستې مشوره وركړل شوه او دا هم ورته وويل شول، چې له كوم لوري، يې، چې پرواز كړى، له همغې خوا دې ناسته هم وكړي، ترڅو ډېر وخت ضايع نه شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، كله، چې الوتكه د ناستې لپاره بېرته راګرځېده، په همدې وخت كې راپرېوته او له منځه لاړه.

د ځايي پوليسو يوه افسر نياز كهوسو رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه د وژل شويو كسانو له ډلې د ۶ هغو پېژندګلوي شوې ده.

نوموړي زياته كړې، چې نور وژل شوي كسان د پېژندلو نه دي، چې په وينا يې، د دوى د بېژندلو لپاره به د وينې ټيستونه كوي، خو دا كار لږ تر لږه ۱۵ ورځې په بر كې نيسي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د وژل شويو كسانو جسدونه اغا او جناح روغتونو ته د معايناتو لپاره وړل شوي دي.

د پاكستاني پوځ د يوه افسر نوراغا د معلوماتو له مخې دغه الوتكه هوايي ډګر ته څېرمه د پوځې ډيپو په ميدان كې لوېدلې ده.

دا چې الوتكه د پوځ د ډيپو په ميدان كې لوېدلې، نو له همدې كبله رسنيو ته هلته د تلو اجازه هم نه وركول كېږي.

د پېښې ښكار شوې الوتكه د ايتاليوي كمپنۍ اى اين آى وه، چې په سيمه كې د ګازو په راويستلو بوخته ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA