ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې ۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د فراه ولايت د امنيه قومندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل، چې دغه وسله والو طالبانوته تېره ورځ د بكوا ولسو
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د فراه ولايت په بكوا ولسوالۍ كې ۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فراه ولايت د امنيه قومندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل، چې دغه وسله والو طالبانوته تېره ورځ د بكوا ولسوالۍ په شاګي سيمه كې د خپل ماين چاودنې كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه پېښه كې د وسله والو طالبانو يو قومندان، چې د سړك د غاړې ماينونو ځاى پر ځاى كولو كې يې مهارت لاره وژل شوى او ۲ ملګري يې ټيان دي.
د عسكر په وينا، وسله والو طالبانو غوښتل، چې ماين په دغه لاره كې دولتي او بهرنيو ځواكونو ته ځاى پر ځاى كړي، خو خپله پرې ووژل شول.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې د فراه ولايت پوليسو په بالابلوك ولسوالۍ كې د دوه بمي چاودنو مخه نيولې.
د فراه ولايت امنيه قومندان وايي، چې وسله والو طالبانو دغه ماينونه په هغه لاره كې ځاى پر ځاى كړي وو، چې هره ورځ پرې د دولتي سرتېري تګ راتګ كوي.
د سړك د غاړې ماينونه د وسله والو طالبانو له ستر جنګي تكتيك څخه شمېرل كېږي، چې له امله يې افغان او بهرني ځواكونه او كله هم ملكي خلكو ته مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

