د فارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ كې د يوه ځانمرګي بريد په پايله كې ۹ تنه مړه او ۳۳ نور ټپيان شول. د يادې ولسوالۍ ولسوال عبدالله رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد هغه مهال د يوه پلي ځانمرګي لخوا وشو، چې
د فارياب ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ كې د يوه ځانمرګي بريد په پايله كې ۹ تنه مړه او ۳۳ نور ټپيان شول.
د يادې ولسوالۍ ولسوال عبدالله رسنيو ته ويلي، چې دغه بريد هغه مهال د يوه پلي ځانمرګي لخوا وشو، چې د دې ولايت د ولايتي شورا رئيس رحمت الله له خپل موټر د ښكته كېدو په حال كې وو.
نوموړي زياته كړې، چې په بريد كې د رحمت الله په ګډون ۳۳ تنه عام وګړي ټپيان او د ۲ ساتونكو په ګډون يې ۹ ملكي وګړي ووژل شول.
ويل كېږي په ټپيانو كې ۵ ماشومان هم شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


